یونیسف موسسې د لوګر له ۳۰۳۴ ښوونکو سره نغدي مرسته وکړه

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر پوهنې ریاست د رسنیو مسؤلین وایي، چې په دې ولایت کې د نجونو او هلکانو د ۳۱۲ دولتي ښوونيزو مرکزونو له ۳۰۳۴ ښوونکو سره نغدي مرسته وشوه.

هغوئ وایي، چې دا مرسته د لوګر د پوهنې ریاست د غوښتنې له مخې، د پوهنې وزارت په هڅو، د یونیسف موسسې لخوا له ښوونکو سره شوې ده.

له ښوونکو سره یاده نغدي مرسته، د معاشونو د اکونټونو له لارې شوې ده،چې هر ښوونکي ته د ۱۰۰ امریکایي ډالرو معادل افغانۍ حواله شوي ده.

د لوګر پوهنې ریاست رئیس مولوي جنت ګل عزیز له یونیسف موسسې څخه د مننې تر څنګ له نورو مرسته کوونکو موسسو غوښتنه کوي چې د ښوونکو د اقتصادي ستونزو د حلولو لپاره دا ډول نورې مرستې هم وکړي.

دا لومړی ځل دی چې په لوګر کې د ښوونځیو له ښوونکو سره د یوې مرستندویه موسسې له خوا نغدي مرسته تر سره کېږي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button