کندهار کې MD چورلکه لوېدلې
کندهار کې MD چورلکه لوېدلې.
د کندهار احمد شاه بابا هوايي ډګر ته څېرمه یوه MD چورلکه لوېدلې ده.
د کندهار احمدشاه بابا هوایي ډګر ته څېرمه یوه ایم ډي چورلکه هغه مهال لوېدلې او ویجاړه شوې چې د میوند ولسوالۍ په یوه کلي کې د سېلاب په منځ کې د ایسارو شوو کسانو د ژغورلو له عملیاتو وروسته بیرته هوايي ډګر ته روانه وه.
د کندهار چارواکو د چورلکې لوېدل رد کړي و خو په ټولنیزو رسنیو کې هغه ویډیو خپره شوې چې په کندهار کې چورلکه لوېدلې او ویجاړه شوې ده.
د یادې ویډیو د خپرېدو وروسته طالبانو تراوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي