کابل کې د ښوونځي یوې زده کونکې ځانوژنه کړې ده

کابل کې د ښوونځي یوې زده کونکې ځانوژنه کړې ده.

د رسنیو د راپورونو د معلوماتو له مخې، د کابل ښار ۱۳ ناحيې اړوند سیمه د متوسطه ښوونځي يوې زده کوونکې ځان وژنه کړې ده.

سرچينې وايي، چې یادې زده کوونکې د حسن زاده مارکيټ څلورم پوړ څخه ځان غورځولی او مړه شوې ده.

طالبانو په یاده سیمه کې د څېړنو خبر ورکړی دی.

طالبانو د تېرې چهارشنبې په ورځ چې په هېواد کې د ښوونیز کال د پیل ورځ وه له ۷ څخه تر ۱۲ټولګي پورې د نجونو ښوونځیو ته د فعالیت اجازه ورنه کړه.

د طالبانو دې پرېکړې نجونې خفه کړي، په هېواد دننه او بهر یې توند غبرګونونه را پارولي دي.

Back to top button