Trending

کابل ته د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار سفر لغوه شو

ټاکل شوې وه نن سې شنبه (د مرغومي ۲۸مه) د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف او ملګری پلاوی یې کابل ته سفر وکړي، خو په کابل کې د پاکستان سفارت افغان رسنیو ته خبر ورکړ چې دا سفر د اوس لپاره ځنډېدلی دی.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډیو ته د ښاغلي یوسف د سفر په اړه وویل چې که څه هم د دغه پاکستاني چارواکي د راتلونکي ورتګ نېټه او د ملګري پلاوي ترکیب یې مشخص نه دی، خو په خبره یې معید یوسف به د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د اقتصادي ستونزو، بشري مرستو، د کډوالو د ستونزو، پر ډیورند کرښې د وروستیو پېښو، دوه اړخیزه سوداګري، سیاسي او ډپلوماتیکو اړیکو په اړه سره بحثونه وشي

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي

د راپورونو له مخې ښاغلی یوسف به په دغه سفر کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د ډیورند پر کرښه د اغزن سیم د غځولو پر موضوع او د ملګرو ملتونو د غوښتنې پر اساس افغانستان ته د مرستو د رسولو پر چارو خبرې وکړي.

د ډیورند پر کرښه د پاکستان له خوا د اغزن سیم د غځولو پر وړاندې طالبانو تُند عکس العمل ښکاره کړی. پاکستان چې دا کرښه له افغانستان سره رسمي پوله بولي وایي، د امنیتي موانعو جوړولو ته به دوام ورکړي او تر اوسه یې پر دې کرښه۹۴ فیصده کار بشپړ کړی دی

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button