ډاکټر نعیم وردګ: د افغانستان د ګنګل شوې بودیجې په اړه د بایډن پرېکړه غلا او غیرانساني ده

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وردګ د افغانستان د ګنګل شوې بودیجې په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن د وروستي اقدام په غبرګون کې ویلي، چې د امریکا له لوري د افغان ولس کنګل شوې پیسې غلا کول، د یوه هېواد او ملت تر ټولو ټیټه کچه انساني او اخلاقي ټیټوالی ښيي.

نوموړي په خپله ټیوټر پاڼه په یو ټوېټ کې په توندۍ سره لیکلي چې ماته او بریا د انسان په تاریخ او ژوند کې معمول دی، خو تر ټولو لویه او شرمېدلې ماته بیا دا ده چې نظامي او اخلاقي ماتې لاسونه سره ورکړي.

بایډن تېره شپه د افغانستان د ګنګل شوې بودیجې په اړه یو فرمان صادر کړ چې له مخې به یې یاده بودیجه ۳،۵ملیارده د سپټمبر ۱۱ پېښې قربانیانو ته ورکړل شي.

د بایډن دې پرېکړې په نړیـواله کچه غبرګونونه راپارولي او د بایډن پرېکړه یې غیر انساني بللې ده.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button