ډان ورځپاڼه: په کابل کې د خيبر طبي پوهنتون څانګه جوړېږي

پاکستانۍ ډان ورځپاڼه ليکي، چې د پاکستان خیبر طبي پوهنتون مشر غواړي په کابل کې ددغه پوهنتون یوه څانګه پرانېزي.

د‌ پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د يو راپور له مخې د پاکستاني چارواکو غواړي، په پلازمېنه کابل کې د خيبر طبي پوهنتون يوه څانګه جوړه او پرانېزي.

راپور کې راځي چې له دغه کار څخه یې موخه افغان محصلینو ته  په کور دننه د روغتیايي زده‌کړو د زمينې برابرول دي.

د راپور له مخې، دا خبره د خیبر طبي پوهنتون مشر پروفيسور ضیاءالحق د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د قونسلګرۍ له پلاوي سره په کتنه کې کړې ده.

د طالب حکومت په دغه پلاوي کې مفتي نورالله، قاري حبیب الله او نصرت الله شامل دي.

دغه راز د خیبر پوهنتون مشر ویلي، که څه هم اوس وخت کې په زرګونه افغان محصلین په پاکستان کې لوړې زده‌کړې کوي؛ خو په وینا یې دوی غواړي افغان محصلینو ته په کور دننه پوهنتون جوړ کړي.

دی وايي چې په دغه پوهنتون کې به د MBBS او BDS تر څنګ افغان محصلینو ته د نرسنګ، فزیوتراپي، عامې روغتیا او اړوندو نورو روغتیایي علومو کې روزنه ورکوي.

پاکستاني چارواکو په کابل کې د ياد پوهنتون د څانګې پرانیستلو په هکله نور مالومات نه‌ دي ورغړي خو ویلي یې دي چې د دواړو حکومتونو موافقه یې ترلاسه کړې ده.

بلخوا بيا طالبانو حکومت تر اوسه په دې هکله څه نه‌ دي ویلي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button