چين د افغانستان په تړاو د يوې سترې غونډې کوربه دی

چين وايي چې هېواد يې سبا چهارشنبه د افغانستان په اړه د دوه ورځنۍ غونډې کوربتوب په غاړه لري.

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ  یي وايي، چې هېواد يې سبا چهارشنبه د افغانستان په اړه د يوې دوه ورځنۍ غونډې کوربتوب په غاړه لري. دغه وزارت زياتوي، چې له دې غونډې څخه يې موخه په‌ داسې حساس وخت کې له افغانانو سره د نړۍ‌والو ملاتړ او د مرستو راجلبول دي.

بلخوا رسنۍ وايي چې په دې غونډه کې د ګډون لپاره د طالب سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

د‌ چين د بهرنيو چارو وزير تېره ورځ په يوې خبري ناسته کې ويلي، چې زموږ په کوربتوب دې غونډې ته د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران هم بلل شوي دي او د‌ غونډې اصلي موضوع به له افغانانو سره پر بشردوستانه مرستو تمرکز وي.

همدارنګه د معلوماتو پر بنسټ، د يادې غونډې مشري به د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په غاړه لري او د افغانستان په استازيتوب به په دې غونډه کې امير خان متقي خبرې کوي.

بلخوا يوې قطري رسنۍ راپور ورکړی، چې د قطر او انډونیزیا د بهرنیو چارو وزیران هم په دې غونډه کې د ځانګړو مېلمنو په توګه ګډون کوي.

په چين کې د افغانستان په تړاو دا غونډه داسې مهال جوړېږي، چې شاوخوا يوه اونۍ وړاندې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي افغانستان ته په سفر تللی و.

په افغانستان کې د طالب سرپرست حکومت اووه مياشتې وشوې، خو لا هم د کوم هېواد له لوري ورته د رسميت پېژندلو په خاطر شين څراغ نه دی ښودل شوی.

Back to top button