چين تازه له افغانستان سره مرسته وکړه
چین تازه له افغانستان سره د یو میلیون کرونا ضد واکسینونو مرسته وکړه.
په چین کې د افغانستان سفیر جاويد قایم پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي؛ چې نن سهار یې د بیجنګ په هوایي ډګر کې د چین د حکومت څخه دغه واکسین او ۱،۵ میلیونه سرنجونه تسلیم او د هوا له لارې افغانستان استولي دي.
نوموړی وایي، چې چین به له افغانستان سره په نږدې راتلونکې دغه ډول نورې مرستې هم وکړي. بلخوا د هېواد په شمالي بندر حیرتانو کې ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي؛ تازه د چین له خوا خوراکي او نورو ژمني توکي چې شاوخوا ۵۰۰ ټنه مرستې دي ياد بندر ته رسېدلي او ژر به له دغه ځایه د هېواد نورو سيمو ته ولېږدول شي.د مرستو په دې پکيج کې خوراکي، د اغوستلو، او نور لومړني مرستندویه توکي شامل دي.