څاه ته لوېدلی زابلی ماشوم لا هم نه دی ژغورل شوی


له څاه څخه د حیدر په نوم د زابلي ماشوم عملیات لا هم روان دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د زابل ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رٸيس شرافت وياړ پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي دي چې له څاه څخه د حیدر د را ايستلو لپاره څلورو خواو ته کار روان دی.

شرافت ویاړ زیاتوي، چې د یادې څاه څلور لورو ته کار پیل شوی دی تر څو حیدر په ښه ډول وژغورل شي، خو د حیدر د مرګ او ژوند معلومات تر اوسه نشته.

په زابل کې د حیدر په نوم ماشوم درې ورځې وړاندې برمې ته لوېدلی چې تر اوسه یې حکومت او عام ولس په ژغورلو نه دی بریالی شوی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د طالبانو د حکومت دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزیر انس حقاني او نور لوړپوړي طالب چارواکي زابل ته تللي ترڅو د یاد ماشوم د ژغورلو عملیات له نږدې وڅاري

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button