څار نړۍ واله ټولنه: افغانان بشري ناورين سره مخ دي

په افغانستان کې د بشري حقونو د څار نړۍ واله اداره وایي چې په دغه هېواد کې د اوسني بشري ناورین ستره ریښه اقتصادي مسايل دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو د څار نړۍ واله اداره ويلي، چې په دغه هېواد کې د روان بشري ناورین تر ټولو ستره‌ ریښه اقتصادي مسايل دي او خلک يې له يو بد وضعيت سره مخ کړي دي.

ددغې سرچینې په خبره په افغانستان کې بشري وضعيت خورا ترينګلی دی او همدا يې لامل دی، چې وګړي يې له يو بد ناورين سره مخ دي.

د يادې ادارې په راپور کې راغلي، چې بې کاري، ټيټ معاشونه، د خوراکي توکو لوړې بيې، د عايداتو کمښت او د اقتصاد بې ثباتي هغه څه دي چې ډېرې اندېښنې یې پيدا کړي دي.

دغه اداره همداراز وايي وایي که په افغانستان کې اقتصادي ستونزې حل شي نو  احتمال يې ډېر دی، چې روان بشري ناورین کنټرول شي. د

د څار نړۍ والې ادارې پر نړۍ والو مرستندویه بنسټونو غږ کړی، چې له افغانستان سره پراخې مرستې وکړي او همدارنګه ددغه هېواد د شتمنیو په اړه يې د عادلانه چلند غوښتنه کړې ده.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button