پیرمحمدکاروان وایي
کاروان
د ژوند اننګي وچ دي په مچکو یې لامده کړه
دردونه یې را ویښ که وي په ورو، ورو یې ویده کړه
ستا اوښکې پاکوم خو ټولې ګوتې مې کنګل دي
لاسونه مې په ګرمو اسوېلیو را تاوده کړه
د زړه په تار تړلي سرودونه رانه ورک دي
د سترګو په ډیوو یې په تیاره کې را مینده کړه
څارګر دی او ستا څار ته یې ټومبلي په دیوال کې
غوږونه او لېمه د دې شیطان کاڼه ړانده کړه
د چم د جینکو پر چمبو خاورې ناستې ربه
دې چم ته یوه مسته چمبه ماره را واده کړه
چې ور کاندو یو بل ته یو یو ګل په ننواتې
له تا به زه جارېږم، ته له مانه جارېده کړه
له غېږې نه دې ډېره لرې نه یمه کاروانه
یو دوه ګامه را واخله لږ لاسونه را اوږده کړه