پیتریوس:امریکا په افغانستان کې سفارت نه پرانیزي

داسې ښکاري چې امریکا په کابل کې د خپل سفارت له پرانیستلو ډډه وکړي.

د امریکا د استخباراتو د ادارې پخواني مشر دیوید پتریوس په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا او  طالبان په خپلو کې یوه هوکړه کړې چې په هغه کې مهم شرطونه راغلي دي خو طالبان له خپلو کړنو داسې معلومېږي چې دغه شرطونو ته ژمن نه دي.

د نوموړي په خبره د ښځو د امنیت ټینګښت، زده کړو ته د دوی پرېښودل، د کار زمینه ورته برابرول او د بشري حقونو درناوی کول يې تر ټولو مهم شرطونه دي.

پتریوس زیاتوي چې له لومړي سره دا ممکنه نه ده، چې متحده ایالت به د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني او بیا که چېرې دا کار و هم شي، سره له دې به هم امریکا خپل سفارت په کابل کې نه پرانیزي.

نوموړي همداراز ويلي چې په اوس وخت کې طالبان په افغانستان کې ډېر مهم تجهیزات او وسلې په واک کې لري، خو که دغو وسلو سره احتیاط و نه شي، په راتلونکو میاشتو کې یې د خرابېدو ډېر امکان شته، چې د پرزو او امکاناتو د نشتوالي له کبله له کاره ولوېږي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button