پکتیا ښارولي وایي چې توکو ته یې نوی نرخ ټاکلی

دپکتیا ولایت ښاروالۍ مسولین وایي، چې د دې ولایت د ښار هټیـوالو لپاره یې د لمړنیو خوراکي توکو په ګډون د ځینو نورو توکو لپاره ځانګړې نرخنامه ترتیب کړې، او د تطبیق لپاره یې جدي هڅې پیل کړې دي تر څو هټیـوال په ټاکلې نرخنامه خپل توکي وپلوري.

هغوئ زیاتوي چې په ښار کې یې د لمړنیو خوراکي توکو په ګډون د یو شمېر نورو خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې تر جدي کنترول او څارنې لاندې نیولې او په ښار کې د نورو توکو د بیو د کنترول لپاره هم جدي هڅې روانې دي، څو په ښار کې د یادو توکو بیې خپل مناسب نرخ ته راټیټې کړي.

هغوئ همدا راز وایي، چې که کوم هټیـوال له ټاکلې نرخنامې خوراکي توکي په لوړه بیه وپلوري، د پکتیا ښاروالۍ له لوري به یې د یوې میاشتې لپاره دوکان مهرلاک او نوموړي شخص سره قانوني چلند وکړي.

د پکتیا ښاروالۍ مسولینو له ښاریانو څخه هیله کوي، چې تر ټاکلې نرخنامې په لوړه بیه د خوراکي توکو د رانیولو څخه ډډه وکړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button