پکتيا کې د کار په بدل کې د غنمو پروګرام پيل شو

د پکتیا ولایت د ځایي رسنیو د معلوماتو له مخې، په دې ولایت کې خلکو ته د کار په بدل کې د غنمو ورکولو پرګرام پیل شوی دی.

د معلوماتو له مخې اوس مهال د پکتیا په مرکز او ولسوالیو کې ‏د کار په بدل کې د غنمو ورکړې پروګرام له لارې ۲۴ زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

طالبانو څه موده وړاندې د کار په بدل کې د غنمو پرګرام بیل کړی دی چې هر کارګر ته د یوې ورځې کار په بدل کې لس کیلو غنم ورکول کېږي.

د طالبانو د سرپرست حکومت چارواکو ویلي دي، چې د کار په بدل کې د غنمو د ورکړې پرګرام لړۍ به د هېواد ټولو ولایتونو ته وغزوي.

Back to top button