پښتو شاعري

غزل: ډاکټر احسان الله درمل

په هر طرف يې زېړ زبېښلي نامراد يووړو
څانگو لمنې رانه وڅنډلې باد يووړو

په غاړه ځه راسره لاس که نه وي، ډاډ راکوه
له خپله ځانه بيا نېزونو ‌ستا د یاد يووړو

د خپلو شنو ځنگلو وچ او غوڅ ښاخونه کړو وخت
خړو اوبو د مرده باد او زنده باد يووړو

نعم البدل د هنر يأس او زړۀ تنگون دي دلته
زري وزرو پنجرو ته د صياد يووړو

موږ هم له ځانه خپلو سوزنده نغمو خالي کړو
د نيزارونو د زړه غوټې وو، فرياد يووړو

جوړه په موږه ده درمله د اضدادو لوبه
نيستۍ کړو هست او هستۍ بيا تر نيست آباد يووړو

Back to top button