پښتانه او دیني افراطیت

پښتانه او ديني افراطيت

د اسلام په مبارک دین کې افرطیت ته ځای نشته، بلکې دا یوه متوسطه لاره ده چې انسانانو ته د نېکمرغۍ لوری ورښیي، لکه چې د قرآن کریم؛ بقرې سورت په ۱۴۳آیت کې راځي: ژباړه:[او په همدې ډول موږ تاسې منځلاری امت ګرځولی یاست…] دلته د «امة وسطا» کلمې په تفسیر کې ابن عباس رضي الله عنه فرمایلي دي چې «عدلا»، یانې معتدل امت، داسې خلک چې پر دې نړۍ په ژوند کولو کې یې د هر څه انډول ساتلی وي.

په دین کې افراط هغه مهال رامنځته کیږي چې کله د دین اصلي او ارماني موخه هېره شي او پر ځای یې هغه پدېدې چې د دین اصلي موخې ته د رسېدو لپاره کارول کیږي د اصلي موخو په توګه مطرح شي، یا امت دومره په جزییاتو او فروعي اختلافاتو کې ډوب شي چې د دین اصول یې هېر شي.

دعوت، جهاد، حکومت او دې ته ورته پدېدې هغه څه دي چې د دین اصلي موخې ته د رسېدو لپاره د اړوندو شرایطو په مراعاتولو سره کارول کیږي. په دې مانا چې له دې څه یو یې هم غایه نه ده، بلکې د اسلام غایه پر ځمکه د انسانانو داسې ژوند ته رابلل دي او په انساني ټولنو کې د داسې اصلاحاتو پلي کول دي چې له مخې یې انسان د نړۍ پرمخ داسې ژوند وکړي لکه څرنګه یې چې د هغه انساني حیثیت ایجابوي.

خو لکه څرنګه چې د نړۍ مسلمانانو اصلي غایه هېره کړې ده، نو هغه وسیلې چې دې لویې موخې ته د رسېدو لپاره باید کارول شوې وای پخپله اهداف ګرځېدلي دي چې په ترڅ کې یې د دین اصلي مخ پټ شوی دی.

پښتون قوم اسلام خپل هویت ګرځولی، لکه څرنګه چې ستر پښتون سیاستوال ارواښاد خان عبدالولي خان ويلي وو:«پښتانه هغه کس پښتون نه بولي چې مسلمان نه وي او د پښتونولی دعوه کوي.» په دې مانا چې اسلام د پښتونولۍ یو بنسټیز شرط دی او پښتون باید مسلمان وي، کنه له اسلامه پرته پښتون نشي بلل کېدای. نو چې اسلام د پښتنو هویت شو د پښتون تاریخي روایات دا وایي چې پښتون باید پر خپل هویت سر ورکولو ته تیار وي، همدا خبره ده چې پښتنو تر ټولو ډېر د اسلام په نوم سرونه بایلودل. خو اصلي پوښتنه دا ده چې ایا پښتنو د اسلام واقعي څېره پېژندلې ده؟ ایا دوی کله دا فکر کړی چې د دین غایه یا ارماني موخه څه ده؟

که چېرې د پښتنو تاریخ، په ځانګړي ډول معاصر تاریخ ته کتنه وکړو نو په روښانه ډول لیدل کیږي چې له پښتنو د اسلام اصلي څېره ورکه ده او هغه څه یې د دین غایه ګرځولې ده چې اصلي ارمان ته د رسېدو لپاره د اسلام ستر پيغمبر صلی الله علیه وسلم او د هغه ملګرو د وسایلو په توګه کارولي وو، نو هماغه وو چې په دې منځلاري او له عدالته ډک دین کې د افراط او زیاتي ښکار شول او داسې یې خپلې پښې په ترښځو ووهلې چې رغېده به یې ډېر کلونه ونیسي. د دوی د دین په دې غیر حقیقي څېره کې خپل اصلي هویت (پښتونولۍ) ته هم ګواښ پېښ کړ او حتی ډېری یې ترې منکر شول، دوی ته دیني او قومي هویت د دوو سیالو هویتونو په بڼه مخکې کېښودل شول، بیا ورته وویل شول چې ووایه پښتون یې که مسلمان؟ په داسې حال کې چې پښتونولي د پښتون خټه ده او دین یې د خدای له خوا رالېږل شوې د ژوند کولو لاره ده، دواړه مختلفې پدېدې دي او کله هم د یو بل ځای نه نیسي. دوی د دې پر ځای چې د دین اصلي څېره پیدا کړي د «سقاط او سقات» په اړه یې بې مانا بحثونه وکړل.

دعوت د دین غایه نه ده، بلکې هغه وسیله ده چې له لارې یې اصلي ارمان «د نړۍ پرمخ د انسان سوکاله ژوند تېرول چې په ترڅ کې یې وکولی شي د خدای عبادت وکړي» ته رسیږي. خو پښتون ته دا ویل شوي چې باید جومات په جومات وګرځي او خلکو ته وعظونه وکړي، که څه هم پخپله یې د قرآن، حدیث او فقهې بنسټونه نه وي زده. دوی دعوت او تبلیغ ته د اسلام د موخې په سترګه ګوري.

دوی غواړي د [ولتکن منکم امة یدعون… الخ] مبارک آیت امر سر ته ورسوي، په داسې حال کې چې د دې آیت د مانا، مفهوم او تفسیر څخه ناخبره دي. چې همدا له دینه ناخبري د دوی د افراط لامل شوې ده.

جهاد؛ هغه نوم چې لپاره یې پښتنو د نورو ټولو مسلمانو قومونو په پرتله ډېرې وینې تویې کړي، هم یې خپل سرونه پکې بایللي، هم یې د نورو سرونه وهلي او هم یې په دې نامه پخپل منځ کې سره وژلي.

جهاد هم پخپل وار د دین غایه نه ده، بلکې د دعوت لپاره د لارې پرانیستلو وسیله ده، په دې مانا چې که په کوم ځای کې د دین د خپرېدو لپاره مانع موجود وي، یا هم غیر مسلمانان د مسلمانانو پر ملک او ناموس تېری وکړي او دا څیزونه یې د تېري کوونکو له شره خوندي نه وي نو پر مسلمان جهاد لازم دی. د اسلام د ستر پيغمبر صلی الله علیه وسلم پر ژوند جهاد وروسته له هغې پيل شو چې بله هیڅ چاره نه وه ورته پاتې. دوکتور محمد عمارة رح چې د اسلام د سترو معاصرو پوهانو له جملې څخه و په خپل کتاب اسلام؛ جنګ او جهاد کې د جهاد ماهیت سیاسي ښودلی، نوموړی وایي چې جهاد یوازې د اسلام د سیاسي موخو لپاره کېده او کیږي.

پښتانه هغه قوم دی چې هڅه نه کوي پر دین سرونه خلاص کړي، بلکې دې ته تیار دي چې پر دین سرونه وبایلي، په داسې حال کې چې دین له موږ څخه غواړی لومړی سرونه پرې خلاص کړو او په سم ډول یې زده کړو.

په پښتنو کې د افراطیت بل ستر لامل «حکومت» غایه ګرځول دي، دوی ته دا ښودل کیږي چې اسلام حکومت دی، په داسې حال کې چې دا یو لوی دین دی، باید د حکومت یا ایډیولوژۍ غوندې په تنګه دایره کې محدود نشي، خو څرنګه چې موږ دین په یوه تنګه دایره کې محدود کړی نو ځکه مو تنګ نظري او افراط په ټولنه کې عام شوی. موږ د دې پر ځای چې د دین اصول د نړۍ غیر مسلمانو ټولنو ته بیان کړو، غواړو چې پر نړۍ اسلامي حکومت ټینګ کړو. په داسې حال کې چې نه هم د اسلامي حکومت چوکاټ په قرآن کې بیان شوی او نه په احادیثو کې، بلکې هر هغه حکومت چې دیني عبادات په ازاد ډول پکې تر سره او دیني احکام پکې پلي شي اسلام یې مني او هیڅ مشکل نه ورسره لري. اسلام له حکومته ورآخوا یوه لویه دایره (دین) دی چې کولی شي بېلابېل حکومتونه او دولتونه پخپله غېږه کې راونغاړي.

نو پښتنو ته په کار ده چې د افراط له ناوړه پدېدې څخه د ژغورلو لپاره دین په سم ډول مطالعه کړي او د سترو معاصرو اسلامي پوهانو نظریات او موندنې ولولي چې د دې منځلاري دین په اړه یې وړاندې کړي دي او د هغو اشخاصو او ډلو له نظریاتو اورېدو څخه ډډه وکړي چې پر بنسټ پالنه، افراط او تنګ نظرۍ راڅرخي او دین یې په یوه کوچنۍ حلقه کې د ځانونو په ګټه منحصر کړی او یا یې د دین څېره اغوستې او تر شا یې خپلې شیطاني څېرې پټې کړې، خو ساده پښتانه یې پخپلو سپینو جامو او اوږدو تسپو تېر ایستلي، پښتنو په وینو سرې تورې کښلي او یو بل پرې وژني خو دا شیطانان یې نندارې ته د خپلو هوسونو پر غونډیو ناست دي.

مومند محمدي اڅړ

 

 

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button