پوتین: امريکا مونږ جنګ کې ښکېلوي

پوتین وایي امریکا په دې هڅه کې ده چې روسیه په جنګ کې ښکېله کړي.

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ويلي امریکا او ناټو د اروپا په ختیځ کې د ناټو د تحرکاتو له کبله د روسیې امنیتي اندېښنو ته قانع کوونکی ځواب نه وایي، خو برعکس پر خپل دریځ ولاړ دي.

د پوتین په وینا امریکا او ملګري يې  د هوکړې له مخې حق نه لري د روسیې پولو کې پرمختګ وکړي، خو دوی د دې هوکړو پر خلاف غواړي اوکراین ته په ناټو کې غړیتوب ورکړي او د روسیې پولو سره ځای پر ځای شي.

پوتین همداراز ویلي امریکا په دې هڅه کې ده چې روسیه جنګ کې ښکېله کړي، خو روسیه هڅه کوي له خپلو پولو دفاع وکړي.

 د نوموړي په وينا د اوکراین له شاوخوا سره د سرتېرو حضور په احتياطي ډول دی او که  کوم ګواښ ورته متوجه کېږي نو روسیي يې د هر ډول اقدام ځواب ته چمتو ده.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button