په کور کې د زدکړې اسانه او وړيا لارې!

موږ په یوه داسې هېواد کې استوګن یو چېرې چې هره ورځ بېلابېلې ناخوالې او بدلونونه را منځته کېږي. ډول ډول پیښې زموږ ښوونځي را تړي، زدکړنځایونو ته مو تګ را سختوي او بدتره لا دا چې کله نا کله  راڅخه د زدکړې انګېزه هم اخلي. دا حالت له ډېره وخته دوام لري. که زلمي او ځوانان؛ چې د ټولنې تر ټولو مهمه برخه خلک دي، د دغسې حالاتو تر اغېز لاندې راځي نو د دا ډول ورځو ختمېدل به سخت وي. موږ د زدکړې او پوهې په مرسته د ژوند له ډېرو لویو سختیو خلاصېدلای او پرمختګ کولای شو. زدکړه د شخصي او ټولنیز ژوند د ښېرازه کولو غوره او یوازنۍ لار ده. راځئ، پر دې سره وغږېږو چې څنګه ځان، کورنۍ او ملګرو ته د زدکړې فرصتونه او اسانتیاوې موندلای او ډېرولای شو.

دژوند او بري په ټولو کارونو کې تر ټولو مهم عنصر انګېزه ده. که موږ کوم کار ته انګېزه نه لرو، هېڅ داسې احتمال نشته چې موږ به په هغه کار کې بریالي کېږو. تر هر څه د مخه، زدکړې ته انګېزه پیدا کړئ. زدکړه د بري یوازیني شرط په توګه ومنئ. که تاسې هر څومره ژور کوهي ته هم لوېدلي یئ، زدکړه به مو یوه نه یوه ورځ له هغه ځایه را باسي او د بریا لوړو ته به مو رسوي، دا حتمي ده.

اېلن ماسک وايي ”اوس هر مهارت له انټرنيت څخه وړیا زده کولای شئ. یوازې د څو میاشتو په ترڅ کې خپلې وړتیاوې او ارزښت لوړولای شئ. دا کار څو کاله وړاندې ممکن نه و. د اوسنۍ زمانې خلک ډېر بختور دي. له دغه بخت څخه باید پوره ګټه پورته شي.“ موږ او تاسې اوس په یوه داسې زمانه کې ژوند کوو چې د زدکړې تر ټولو غوره فرصتونه مو په لاس کې دي. جیم کوېک وايي ”که په اوسنۍ، د انټرنېټ زمانه کې څوک ناپوه پاتې کېږي، دا به د دوی خپله ملامتيا وي.“ که زه ووایم چې ما تر ښوونځي په انټرنېټ کې ډېر څه زده کړي، ډېر زیاتی به نه وي. انټرنېټ د زدکړې تر ټولو غوره فرصت او اسانتیا ده چې له نېکه مرغه موږ  یې لرو. پر انټرنېټ د زدکړې او هر ډول مهارتونو خپلولو زرګونه  وړیا لارې چارې شته. ځينې ارزانه او اسانه به یې دلته وګورو:

• په انټرنېټ کې زرګونه بېلابېلې ښوونیزې وېبپاڼې شته چې په وړیا ډول بېلابېل ښوونیز کورسونه وړاندې کوي او هر څوک د نړۍ له هر ګوټ څخه پکې ګډون کولای شي. تاسې ته د ښوونځي تر زدکړو نېولې، د ګلانو د تزيينولو تر مهارت پورې انتخابونه در کوي. هر کورس ځانته ځانګړنې لري. تاسې کولای شې هر ټولګي ته د خپلې خوښې وخت وټاکئ. انټرنېټ، تاسې ته خورا زیات انتخابونه درکوي، نو هڅه وکړئ چې تر ټولو غوره او ګټور ادرسونه ومومئ. دا کار وخت او لټه غواړي خو ارزښت یې هم ډېر دی. زه د انټرنېټ د دغې اسانتیا پر ارزښت هغه وخت وپوهېدم، کله مې چې له دغې لارې د هاروارډ نړېوال پوهنتون په آنلاین کورس کې د نوم لیکنې فرصت وموند.

• یوټيوب کابو هر ډول ښوونیزې وېډيوګانې لري. دلته د نړۍ تکړه ښوونکي په هره برخه کې بشپړ کورسونه او ښوونیزې خپرونې خپروي. که له يوټيوب څخه مو په کومه برخه کې د اوږدمهالې زدکړې پلان درلود، لومړی ځان ډاډه کړئ چې بشپړ او غوره کورس مو موندلی دی.

• ټولنیزې رسنۍ د زدکړې غوره ځای دی. تاسې له دغې لارې د نړۍ له عالمانو او پوه خلکو سره ډېر نږدې پاتې کېدای شئ. د دوی ورځني نظرونه او سپارښتنې لوستلای شئ. زه پر فیسبوک خپل د خوښې لیکوال، لوبغاړي، ښوونکي او بریالي خلک څارم. له دوی څخه ډېر څه زده کوم او بیا یې له ملګرو سره شریکوم. په ټولنیزو رسنیو کې د هر مسلک خلکو ځانته ګروپونه جوړ کړي او زرګونه ګډونوال لري. تاسې له دغې لارې په یو وخت د نړۍ له ګوټ ګوټ د زرګونو هم مسلکو سره په اړیکه کې پاتې کېدلای شئ. دا د زدکړې غوره لاره او فرصت دی.

پر انټرنېټ د زدکړې پیلولو څخه وړاندې د هغو مهارتونو لست جوړ کړئ چې تاسې یې غواړئ زده کړئ. تر ټولو اړین مهارت د لست سر ته راولئ. زما په فکر ښايي انګلیسي ژبه د ډېرو کسانو له پاره لومړنی اړین مهارت اوسي. د دې له پاره چې پر انټرنېټ مو بېځایه وخت او پیسې مصرف نه شي، غوره لاره یې دا ده چې ځانګړی مهالوېش ورته وسازوئ. هغه لارې وکاروئ چې ستاسې په ګټه تمامېږي. ورځئ! همدا نن د نړۍ په غوره ښوونځي کې وړیا زدکړه پیل کړئ. بریالي اوسئ!

ثناءالله فيض

 

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button