په کابل ښار کې د امريکا پر ضد لاريون وشو

په کابل کې يو شمېر لاريون کوونکي وايي امریکا دې زموږ شتمني ازاده او د شل کلنې جګړې غرامت راکړي.

په کابل ښار کې سلګونه لاریون کوونکو د امريکا ولسمشر جو بایډن وروستۍ پرېکړه غندلې.

دوی له ځان سره د امریکا پر ضد شعارونه ورکول او له امریکا یې په افغانستان کې د شل کلنې جګړې د غرامت غوښتنه کړې ده.

لاريون کوونکي وایي امریکا په افغانستان کې شل کاله جګړه کړې ده او زرګونه ملکي افغانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې چې باید غرامت یې ورکړي.

دوی همداراز د بایډن وروستۍ پرېکړه چې د افغانستان کنګل شوې پيسې به د سپټمبر د پېښې پر قربانیانو وېشي په کلکو ټکو غندلې او په وینا یې امریکا په سیمه او افغانستان کې د شل کلنې جګړې مسووله ده او په دې ډول غیر عقلاني کړنو دې خپل جنایتونه نه پټوي.

دوی له امريکا غوښتي دي چې ژر تر ژره دې د افغانانو کنګل شوې پيسې ازاده کړي، هغه دې افغان ولسونو ته وسپاري او په دې شتمنۍ کې دې له تصرف څخه کلکه ډډه وکړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button