په پاکستان کې سیاسي جنجالونه

په دې وروستیو کې په پاکستان کې سیاسي جنجالونه رامنځته شوي دي.

د پاکستان سترې محکمې د پارلمان د لغوه کېدو او د پارلمان د سپیکر پرېکړې ناقانونه وبللې او په نهمه نېټه یې د پارلمان د غونډې رابللو پرېکړه اعلان کړه.

د عمران خان د حکومت پر ضد اپوزیسیون د ناباورۍ رایه ورکوله تر څو هغه له واکه لرې کړي، خو د پارلمان مشر دغه رایه ورکونه غیر قانوني وبلله او غونډه یې ختمه کړه.

وروسته د عمران خان په غوښتنه د پاکستان ولسمشر پارلمان لغوه کړ او له دې سره د عمران خان دنده هم پای ته ورسېده، خو اوس سترې محکمې دغه ټولې پرېکړې ناقانونه بللي دي او یو ځل بیا به د عمران خان پر ضد په پارلمان کې غونډه کېږي، تر څو د هغه د لرې کولو لپاره د ناباورۍ رایه واچول شي.

Back to top button