په هېواد کې د اورښتونو له امله د لویو لارو وضعیت

د طالبانو د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت مسؤلین وایي چې په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له امله د هېواد په اکثرو ولایتونو کې لویې لارې بندې شوې وې خو اوس محال یې د دغو لارو وضعیت داسې ښودلی.
دسالنگ لار: د سالنگ دواړو خواوو ته واوره اوریږي، د شمالي سالنگ واورې پاک کاري پوره شوه، خو په جنوبي سالنگ کې د طوفان له کبله واوره لا نده پاکه شوې، دا لاره د ترافیکو پر مخ بنده ده.

بامیان: د حاجگک کوتل، پشته شش پُل او شبر کوتل مسيرونه د ترافیکو پر مخ خلاص شول؛ د پنجاب مسير تر آبقول کرمان پورې د طوفان او تېز باد له کبله، چې د واورې اندازه ۱۰۰ سانتي متر ته رسېدلې او په لنډ محاله توگه لاره بنده شوې ده.

غور: د بند بایان مسير تر سبا خلاصېږي، نورې ټولې لارې يې خلاصې شوې دي.

میدان وردگ: د کوتل مسير د دغه ولايت لخوا د ترافيکو پر مخ بند دی، نورې لارې يې خلاصې دي.
سرپل: د بلخاب مسير د ترافیکو پر مخ بند دی، نورې ټولې لارې يې خلاصې دي.

بدخشان: ټولې لارې يې د ترافيکو پر خلاصې دي.
دایکندي: د قناق کوتل مسير د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو، پاتې د ولسوالۍ لارې يې لا هم بندې دي.

هرات: د هرات تورغونډۍ لاره خلاصه شوې ده.

بادغیس: درسبزک کوتل مسير چې د طوفان له کبله مسافر پکې بند پاتې وو، هغوئ ته نجات ورکړل شو، د لارې د پاکولو کار يې روان دی.

بلخ: د مارمل، کشیندی ولسواليو مسيرونه د ترافيکو پر مخ خلاص شوي دي.

د ټولګټو وزارت مسؤلین زیاتوي چې دوئ هڅه کوي تر څو د هېواد د ټولو ولایتونو بندې لارې ژر تر ژره د ترافیکو پرمخ خلاصې کړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button