په ننګرهار کې د کېږدۍ ګرځنده ښونځي ښوونیزه څانګه پرانستل شوه

د کېږدۍ ګرځندع ښوونځي بله څانګه په ننګرهار کې د کوچي ماشومانو لپاره پرانیستله.

د کېږدۍ ګرځنده ښوونځي بنسټګره افغانه پېغله مریم امرخېل وایي، چې روانه اونۍ یې د (کېږدۍ ګرځنده ښوونځي) یوه بله څانګه په ننګرهار کې د کوچي ماشومانو لپاره پرانیستله، تر څو هغه کوچي ماشومان پکې زده کړې وکړي چې له زده کړو بې برخې پاتې شوي دي.

آغلې امرخېل زیاتوي، چې دوئ هڅه کوي تر څو د کېږدئ ګرځنده ښوونځي ښوونیزه لړۍ د هېواد ټولو هغو سیمو ته ورسوي چې کوچي ماشومان پکې لومړنیو زده کړو ته لاس رسی نه لري.

هغه همداراز وایي چې له دې کار څخه یې مطلب په لرې پرتو سیمو کې د بېسوادۍ له منځه وړل، او کوچي ماشومان له زده کړو څخه برخمن کول دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button