په ميانمار کې‌ له حکومت د مدني فعالانو غوښتنه

میانمار کې مدني فعالانو له حکومت څخه غوښتنه کړې چې له خپل ولس سره سم چلند وکړي.

ميانمار کې ګڼ مدني فعالان له خپل حکومت څخه غواړي، چې له خلکو سره سم چلند وکړي او له ناوړه چلند لاس واخلي.

هممهاله په ياد هېواد کې د ملګروملتونو یو شمېر چارواکي هم پر حکومت نیوکه کوي، چې خپل ولس سره ناوړه چلند کوي او دوی سخت ځوروي.

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو مشر ميشل بېشلیت ادعا کوي چې میانمار د خپلو خلکو پر وړاندې سخت تاوتریخوالی پیل کړی او باید د پای ټکی ورته کېږدي.

ميانمار تر دې وړاندې د مسلمانانو پر وړاندې هم له ظلم او زياتي کار اخيست، چې د نړۍ ګڼو اسلام پالو هېوادونو له سختو غبرګونونو سره مخ شو.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button