په قزاقستان کې د لاريونونو دوام

په قزاقستان کې د بېړني حالت اعلان او د دولت د رهبرۍ له استعفاء سره سره لا هم په دې هېواد کې د تاوتريخوالي سره مل لاريونونه روان دي.

د نړۍ والو رسنیو د راپورونو له مخې لاریون کوونکو ددغه هېواد په پلازمینه الماتا کې ګڼې ودانۍ نیولې دي او د ولسمشر کور ته یې هم اور اچولی دی.

د قزاقستان حکومت بیا وایي چې ګڼ ترهګر د لاریون په پلمه غواړي د قزاقستان امنیت ته خطرونه جوړ کړي.

په دغه هېواد کې انټرنېټ قطع شوی دی او د رسنیو لاسرسی هم محدود دی. نړۍ والۍ رسنۍ وايي د روسيې ځواکونه پلازمینې الماتا ته رسېدلي دي، څو لاريونونه کنټرول کړي.

قزاقستان هغه هېواد دی چې د انرژۍ پرېمانه سرچینې لري، خو وګړي یې بیا وایي چې د فساد له امله ټول عایدات شخصي جیبونو ته ځي او ان د قزاقستان خلک اړ دي چې ګاز او تېل په خورا لوړه بیه واخلي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button