په شمالي وځ کې پر پاکستاني پوځيانو برید

په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځيانو پر يوې پوستې وسله وال برید شوی دی.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو پر بنسټ په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځيانو پر يوې پوستې وسله وال‌ بريد شوی، چې په ترڅ کې یې درې پوځیان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي. پاکستاني پوځ برید منلی، خو ادعا کوي، چې دا برید د افغانستان له لوري د دوی پر يوې پوستې شوی دی.

له دې سره جوخت پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي، چې په ډېره اسماعیل خان کې هم د پوليسو پر يوې پوستې وسله وال برید شوی دی. دوی وايي په دغه برید کې يو پوليس وژل شوی او يو بل سخت ټپي دی.

په دې روستيو څو مياشتو کې پر پاکستاني پوځيانو وسله وال بریدونه زيات شوي دي، خو پوځ يې بيا ادعا کوي، چې دا بريدونه د افغانستان له لوري تنظمېږي.

طالب سرپرست حکومت بيا تازه د پاکستاني پوځ د دې ادعا په ځواب کې څه نه دي ويلي.

Back to top button