په افغانستان کې نیمايي رسنۍ تړل شوې دي

افغانستان يو له هغو هېوادونو دی، چې د تر نيمايي رسنۍ پکې تړل شوې دي.

د الجزیره ټلویزیون د یوه راپور پر بنسټ په افغانستان کې د نوي حکومت په راتګ سره شاوخوا ۴۶ سلنه رسنۍ تړل شوې دي. په راپور کې راغلي چې د روان کال په پیل کې شاوخوا ۵۴۳ رسنيو فعاليت کاوه چې دمګړی یې شمېر ۳۱۲ ته رسېږي. په راپور کې همداراز راغلي چې زرګونه کسان د رسنیو د تړل کېدو له امله وزګار شوي دي.

د سرچینې په خبره له هغه وروسته چې رسنۍ تړل شوي شاوخوا ۶۴۰۰ کار کوونکي یې وزګار شوي او د خپلې راتلونکې په اړه اندېښنه لري.

سرچینه زیاتوي ډېری رسنۍ د مالي امکاناتو د کمښت او ځينې یې بیا د سختو قوانینو له وېرې تړل شوې دي. بلخوا بيا د افغانستان نوی حکومت وایي دوی د بیان ازادۍ او د رسنیو فعالیت ته ژمن دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button