په افغانستان کې روانې مرستې کافي نه دي

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې روانې بشردوستانه مرستې کافي نه دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام مشر عبدالله الدردادي په خپلو تازه څرګندونو ويلي، چې په افغانستان کې د دوی بشردوستانه مرستې کافي نه دي. د نوموړي په وينا دوی په دغه هېواد کې د خلکو د ژغورنې لپاره لا ډېر کار ته اړتيا لري.

هغه همداراز ويلي، چې که نړۍ‌واله ټولنه په افغانستان کې د خلکو ژغورنې لپاره يو پراخ او قوي اقتصادی پروګرام پيل نه کړي؛ نو اوسنۍ روانې بشردوستانه مرستې کومه پايله نه لري او کافي هم نه دي.

د عبدالله په وينا، که چېرې نړ‌‌ۍ‍واله ټولنه په ريښتيني ډول غواړي، چې د افغانستان بشري ناورين کم کړي؛ نو د افغانانو د ژوند هوساينې لپاره بايد يو رغنده رول ولوبوي.

د يادونې ده، چې ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم ويلي و، چې په افغانستان کې اوسنی بشري ناورین د خپګان وړ دی، روانې مرستې کافي نه دي او لا ډېرو مرستو ته جدي اړتيا ده.

Back to top button