پخواني ولسمشر حامد کرزي په طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره له ۷ تر ۱۲ ټولګي پورې د نجونو ښوونځیو پرانیزي

پخواني ولسمشر حامد کرزي په طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره له ۷ تر ۱۲ ټولګي پورې د نجونو ښوونځیو پرانیزي.

د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی د طالبانو د سرپرست حکومت له چارواکو غواړي، چې د یو مترقي او سیال افغانستان لپاره چې د ټولو افغانانو هیله ده د نجونو د زده کړو لاره پرانیستې وساتي او پرېنږدي چې د هغو پرديو طرحه تطبیق شي چې د تعلیم نه بې برخې، محتاج او ترلاس لاندې افغانستان غواړي.

حامد کرزی پر د طالبانو په سرپرست حکومت غږ کوي چې د نجونو ښوونځي دې ژر تر ژره پرانیزي.

د طالبانو د حکومت پوهنې وزارت پرون په یوه خپرپاڼه کې ویلي و چې د هېواد ټول ښوونځي به پرانیستل شي، خو نن یې د نجونو د ښوونځو له ۷تر ۱۲ټولګي پرانستل تر نامعلومې مودې وځنډول.

Back to top button