Trending

پخواني ولسمشر حامد کرزي د عمران خان څرګندونو ته غبرګون وښود

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسلامي همکارۍ د سازمان په غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر عمران څرګندونو ته غبرګون وښودلی.

پخواني ولسمشر د عمران خان څرگندونې د افغانانو ترمنځ د تفرقه اچونې هڅه او د افغانستان خلکو ته توهین بللی.

حامد کرزي ویلي: دا چې گواکې داعش ډله په افغانستان کې فعالیت لري او له افغانستان څخه پاکستان تهدیدوي د افغانستان پر خلاف ښکاره تبلیغ دی، ځکه چې په واقعیت کې موضوع بيخي برعکس ده او د داعش تهدید له اوله له پاکستان څخه افغانستان ته متوجه دی.

حامد کرزی دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې نن د اسلامي همکارۍ سازمان په غونډه کې د پاکستان لومړي عمران خان افغانستان د پاکستان لپاره د داعش پر فعالیتونو او تهديد تورن کړ.

پنجره ورځپاڼه

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button