پاکستان کې یوې میندوارې ښځې ته د هلک زېږولو په پار په سرکې مېخ وهل شوی

په پاکستان کې یوې میندوارې ښځې ته د هلک د زېږولو په پار یؤ دم ګري په سر کې مېخ وهلی دی.
په پاکستان کې د پېښور ښار د یؤ روغتون ډاکټر حیدر خان د فرانسې خبري آژانس ته په خبرو کې ویلي، چې یادې ښځې هڅه کړې چې په انبور يا پلاس مېخ له سر څخه وباسي خو نه بريالۍ شوې، او تر دې هڅې وروسته روغتون ته وړل شوې ده.

ډاکتر حیدر خان همداراز ویلي چې دا ښځه د دریو لوڼو مور ده او څلورمه یې هم جیلۍ ده

نوموړي ډاکټر چې د دې ميندوارې ښځې له سره یې مېخ ایستلی دی زیاتوي، چې دا ښځه په هوښ وه خو سر یې له حده ډېر درد درلود.

د دې ښځې په سر کې د مېخ وهلو لپاره دروند سوټک کارول شوی دی، د یادې ښځې د سر ايکسرې ښیي چې دغه پنځه سانتي متره اوږد مېخ د ښځې له تندي تېر شوی وو خو ماغزه یې نه وو زخمي کړي.

پاکستاني پولیس وایي، چې د یادې پېښې پلټنه روانه ده.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button