پاکستان کې د پوځي الوتکې د لوېدو له امله دوه پیلوټان وژل شوي دي

د پاکستاني پوځ یوه جیټ الوتکه د تمرینانو پر مهال لوېدلې چې له امله یې دوه پيلوټان وژل شوي دي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، تېره ورځ ‏د خیبر پښتونخوا ایالت په پېښور ښار کې د پاکستاني پوځ یوه جیټ الوتکه د نظامي تمریناتو پر مهال غورځېدلې چې له امله یې دوه پيلوټان وژل شوي دي.

دپاکستان حکومتي چارواکي وایي، چې د یادې پېښې په اړه به هر اړخیزې څېړنې وکړي.

په دې وروستیو کلونو کې دا څویم ځل دی چې پاکستانۍ پوځي الوتکې له سقوط سره مخ کېږي او مرګ ژوبله اړوي.

Back to top button