پاکستان کې د پولیسو د دندو پرېښودو پېښې ډېرې شوي

په خیبر پښتونخوا کې یو شمېر سرچینو خبر ورکړی او وایي چې شاوخوا دوه میاشتې کېږي چې په پاکستاني پوځ ځانګړې توګه پولیسو کې د دندې پریښودو پیښې ډیرې زیاتې شوې دي، راپورونه وایي د پاکستاني پوځیانو دندو پریښودو لوی لامل په دغه هېواد کې ناامني او د پاکستاني طالبانو له خوا د پوځ پر سرتیرو وروستي مرګوني ګوزارونه ښودل شوي دي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د پاکستاني طالبانو لخوا په پاکستان کې چرکي بریدونو او ځانمرګو بریدونو زور اخیستی، چې پاکستاني پوځیان په ځانګړې توکه پولیس یې د دندو پرېښودو ته اړ کړي دي.

د پاکستان لوړپوړو چارواکو تر اوسه د دې راپورونو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم  رسنیو په خیبرپښتونخوا کې د نامعلومو کسانو لخوا د پولیسو د دوو منسوبینو د وژلو خبر ورکړی و.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button