پاکستان له افغانستان سره د هند مرستې ته اجازه ورکړه

له ډېرو جنجالونو وروسته پاکستان له افغانستان سره د هند مرسته شويو غنمو ته اجازه ورکړه چې له خپلې خاورې يې تېر شي.

اسلام اباد نن اعلان وکړ چې د هند له خوا افغانستان سره مرسته شوي غنم به یوازې په دې شرط له خپلې خاورې د تېرېدو اجازه ورکوي چې د افغانستان په بار وړونکو موټرو کې يې ولېږدوي.

هند له افغانستان سره ۵۰ زره ټنه غنمو مرسته کړې، چې نن د قوس په ۱۲ مه له ډېرو جنجالونو وروسته پاکستاني حکومت ورته په خپله خاوره د لېږد اجازه ورکړه.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button