Trending

پاکستاني سوداګرو له افغانستان سره د مرستې خبر ورکړی

پاکستاني سوداګرو له افغانستان سره مرسته وکړه.

پاکستان کې د افغانستان سفارت مسؤلین وایي چې نن پاکستانیو سوداګرو له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په موخه ۸۵ ټنه خوراکي او ځينې اړین توکي کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ ته سپارلي دي.

پاکستان کې د افغانستان سفارت نن جمعه د مرغومي پر ۱۷ ویلي، چې دا مرستې به ډېر ژر افغانستان ته ولېږل شي.

څه موده وړاندې هم دوو خیریه بنسټونو له افغانستان سره د ۲۸ ټنه خوراکي توکو مرسته کړې وه

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته پاکستان څو ځلې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو اعلان کړی دی او له نړۍ څخه یې غوښتي چې د افغانستان له اوسني حکومت څخه له تعامل څخه کار واخلي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button