پاکستاني‌ طالبانو بيا د جنګ اعلان وکړ

پاکستاني طالبانو تازه د یوې اعلامیې په خپرولو سره بيا اعلان کړی چې د پاکستاني پوځ سره یو میاشتنی اوربند نور نه غځوي او جګړې ته دوام ورکوي.

ياد اوربند د نومبر له ۹ مې د ډيسمبر تر ۹ مې پورې و، چې پرون یې وروستۍ ورځ وه.

پاکستاني طالبانو ادعا کړې چې د پاکستان پوځ ورسره منافقت کوي او پر اوربند سربېره یې د دوی ملګري په نښه کړي دي او بندیان یې هم نه دي ورخوشې کړي.

پاکستاني طالبانو يو ځل بیا پر دې‌ ټينګار کړی چې د پاکستان اوسنی حکومت يو غير اسلامي دی او وايي چې په دغه هېواد کې اسلامي حکومت رامنځته کوو.

د يادونې وړ ده چې د پاکستاني طالبانو او پوځ ترمنځ د خبرو منځګړيتوب افغان طالبانو کاوه.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button