ټوني بلېر: پر عراق او افغانستان برید کې مو له امریکا سره همکاري تېروتنه وه

د رسنیو د راپورنو په حواله، د برېټانیا هېواد پخوانی لومړی وزیر ټوني بلېر وایي، موږ تېروتنه کړې چې پر عراق او افغانستان د برید پر مهال مو له امریکا سره همکاري کړې وه.

بلېر دغه څرګندونې په یوه تازه مرکه کې کړي دي او زیاتوي، چې پر عراق او افغانستان برید د امریکایي حکومت یوه تېروتنه وه او زه هم په دې تېروتنه کې ځان شریک بولم.

هغه همداراز ویلي، چې هغه مهال په دې باور وم چې دا پرېکړه پر ځای دی. خو اوس هغه پرېکړه ناسمه راته ښکاري.

ټوني بلېر هغه مهال د برېټانیا هېواد لومړی وزیر ؤ، چې امریکا غوښتل پر عراق او افغانستان برید وکړي او بلېر ورسره بشپړه همکاري کوله.

دا په داسې حال کې ده چې دغه برېټانوي پخواني چارواکي تر دې وړاندې هم له امریکا سره د عراق او افغانستان په برید کې همکاري خپله تېروتنه بللې وه.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button