يونيسف: يو ميليون افغان ماشومان کار کوي

يونيسف وايي روان اقتصادي وضعيت په افغان ماشومانو ډېر بد اغېز کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ساتنې ادارې يا يونيسف په يو تازه راپور کې ويلي، چې افغانستان کې روان اقتصادي وضعيت د ماشومانو پر ژوند ډېر بد اغېز کړی دی.

د دغې سرچينې په خبره افغانستان کې د طالب سرپرست حکومت په راتګ سره کابو اتيا سلنه خلکو خپل عایدات له لاسه ورکړي دي او دې اړ شوي چې په ماشومانو باندې کار وکړي.

ياده سرچينه همدارنګه ويلي چې خوارځواکي او غربت هغه څه دي، چې افغان خاوره يې د ماشومانو لپاره په يو ناوړه مکان بدله کړې ده. يونيسف دغه راز زياتوي، چې اوس مهال په افغانستان کې د هغو ماشومانو شمېر يو ميليون ته رسېږي، چې کار کوي.

د يادونې ده، چې يونيسف تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ماشومانو په روان بد وضعیت اندېښنه ښودلې او له نړۍ والو يې د بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button