يونيسف: د فولبرايټ بورسونو بندېدو باندې غور په کار

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا يونيسف د امریکا پر بهرنیو چارو وزارت غږ کړی دی چې د افغان محصلینو لپاره د فولبرایټ بورسونو د ځنډېدو  پرېکړه باندې دې له سره غور وکړي.

دغه صندوق همداراز له امریکا څخه غوښتي دي چې افغان محصلینو پر وړاندې دې خپلې دروازې نه بندوي او هغوی ته دې د زده کړو زمینه برابره کړي.

یاد صندوق دا غوښتنه وروسته تر هغه کوي چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د افغان محصلینو لپاره د فولبرایټ بورسونو بهیر د ځنډېدو خبر ور کړ او دا چې ولې یې دا پرېکړه کړې ده په دې‌ هکله یې نور جزییات هم نه دي ورکړي.

د يادونې ده چې طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته امریکا د افغانستان شتمنۍ کنګل کېدو سربېره په دغه هېواد نور بندیزونه هم لګولي دي. د افغان شنونکو په خبره امریکا غواړي له دې کار هم د فشار په توګه کار اخلي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button