د يونيسف تازه څرګندونې
يونيسف وايي چې افغانستان کې د هرو دوو ماشومانو ترمنځ يو يې له خوارځواکۍ سره مخ دی.
يونيسف يا د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې د هرو دوه ماشومانو ترمنځ يو يې له خوارځواکۍ سره مخ دی.
دغه اداره زياتوي، چې په افغانستان کې د اغېزمنو ماشومانو شمېر هره ورځ د لوړېدو په حال کې دی او دغې چارې سخته اندیښنه ورسره پيدا کړې.
يونيسف ددې اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ افغانستان کې اړمنو کورنيو سره د خوړو او روغتيايي توکو د مرستې ژمنه هم کړې ده.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق زیاته کړې ده چې په افغانستان کې تر وروستیو تحولاتو وروسته د اقتصادي وضعیت خرابېدو ماشومان تر پخوا ډېر اغېزمن کړي دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې له ماشومانو د ملاتړ صندوق په افغانستان کې د ماشومانو د خراب وضعیت په هکله اندیښنه څرګندوي وي؛ بلکې تر دې وړاندې يې هم په دغه هېواد کې د ماشومانو د بد وضعيت په هکله اندېښنه څرګنده کړې وه او له نړۍ والو يې د مرستې او همکارۍ غوښتنه کړې وه.