يونيسف: افغانستان کې مو تر ډېره روغتيايي اسانتياوې برابرې کړي

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې يې کابو دوه نیم میلیونه وګړو ته روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د افغانستان په اکثره سيمو کې شاوخوا ۲ میلیون او ۴۷۵ زره تنو ته تر دې دمه روغتیایي اسانتیاوې برابرې کړې دي او په وينا يې د دغو اسانتياو د لا پراختیا کوښښ روان دی.

دغې سرچينې همدا راز ويلي چې په روانه میاشت کې شاوخوا ۸ ميليونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته يې د پوليو واکسين رسولی دی.

همدارنګه د يونيسف ادارې ويلي چې د زده کړو په  برخه کې یې هم ګړندۍ هڅې روانې کړې دي او تر دې مهاله یې شاوخوا ۳ زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده، چې تعليمي مرکزونو ته ځي او خپلې زده کړې کوي.

د ملګرو ملتونو یونسیف اداره په داسې وخت کې دغه څرګندونې کوي، چې څو ورځې وړاندې یې له نړۍ والو د شاوخوا ۲ میلیارد ډالره مرستې غوښتنه کړې وه او په وينا يې دوی هڅه کوي ددې پیسو ډېره برخه د ماشومانو پورې اړوند چارو باندې مصرف کړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button