کابل ته د ۳۲میلیونه ډالرو مرسته راورسېده

کابل ته د ۳۲میلیونه ډالرو مرسته راورسېده

د افغانستان بانک په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې د نړیـوالو بشري مرستو پر دوام نن دوشنبه د وري میاشتې په ۲۲نېټه افغانستان د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو مرسته کابل ته ورسېده او د افغانستان بانک ته وسپارل شوه.

د افغانستان بانک د دې مرستې د هر کلي ترڅنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم افغانستان بانک کابل ته ۳۲میلیونه امریکایي ډالرو د رسېدو خبر ورکړی وو.

Back to top button