والسټرېټ ژورنال: د افغانستان بانکي سيسټم ستونزه لري

والسټرېټ ژورنال د افغانستان بانکي سيسټم په هکله يو راپور خپور کړی، چې په دغه هېواد کې بانکي سيسټم ډېر نامنظم دی او افغانان يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

دغه سرچينه وايي چې په افغانستان کې کار نشته، خلک يې اوزګار دي او هغه خلک چې په بهر کې خپلوان لري او دوی ته پيسې استوي؛ نو ساعتونه ساعتونه په کتارونو کې ولاړ وي، څو رالېږل شوې پيسې راواخلي.

ياده سرچينه زياتوي چې د بانکي سيسټم دغې چارې خلکو ته خورا زياتې ستونزې پيدا کړي او دا يوه جدي اړتيا ده، چې نړۍ واله ټولنه او همداراز مرستندويه بنسټونه په افغانستان کې د بانکي سيسټم په جوړېدو کې مرسته او همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان بانک هم پر نړۍ والو غږ کړی، چې د بانکي سيسټم په جوړېدو او بېرته فعاليت کې دې ورسره پوره همکاري وکړي او افغانانو ته دې دغه راپورته شوې ستونزه حل کړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button