هند ۸ زره ټنه نور غنم افغانستان ته استوي
هند وايي افغانستان ته په روانه مياشت کې اته زره ټنه نور غنم لېږي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ويلي، افغانستان ته د غنمو د لېږد په خاطر پاکستان سره ترانزيتي چاره حل شوې او اوس افغانستان ته د غنمو د لېږد بهير پيل شوی دی.
دغه وزارت ويلي چې تر دې مهاله يې دوه زره ټنه غنم افغانستان ته استولي دي او روانه مياشت کې به ۸ زره ټنه نور غنم واستوي.
هند ويلي دا غنم د ۵۰ زره مرسته شوو غنمو يوه برخه ده او د لېږد چارې يې په ډېرې چټکۍ سره روانې دي.
هندوستان په افغانستان کې د طالب حکومت په راتګ سره ژمنه وکړه، چې افغانستان ته ۵۰ زره ټنه غنم استوي، خو د لېږد چارې پر وړاندې يې پاکستان تر ټولو ستر خنډ و او اجازه یې نه ورکوله.
څه موده وروسته يې له پاکستان سره د خبرو له لارې د لېږد مسله حل کړه او افغانستان ته یې د غنمو لېږد پيل کړ.