هند کې ځيني اسيايي هېوادونه د افغانستان په اړه غونډه کوي

د مرکزي اسیا غړي هېوادونه په هند کې د افغانستان پر وضعیت ناسته کوي.د هندي رسنیو د راپورونو له مخې په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه له غونډې سره هممهاله په نوي ډهلي کې هم د هند او پنځو اسیايي هېوادونو ترمنځ د افغانستان په تړاو غونډه کېږي.

په دې غونډه کې کوربه هند، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي او د بحث مهمه موضوع یې د افغانستان روان وضعیت دی.

رسنيو ویلي چې په دې غونډه کې به له افغانستان سره پر بشري مرستو، له دغه هېواد سره پر اقتصادي همکاریو، د سیمې پر اتصال او د چابهار بندر پر فعالېدو او پراختیا خبرې وشي.
د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې د اسلامي هېوادونو سازمان د افغانستان په اړه غونډه کوي، چې د طالب حکومت په استازيتوب د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي يې هم ګډونوال دی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button