Trending

هند له ځنډ وروسته یو ځل بیا خپل سفارت پرانېزي

هندي ورځپاڼې خبر ورکوي، چې هند يو ځل بيا په افغانستان کې خپل سفارت پرانېزي.

کابو درې مياشتې مخکې د طالبانو له واکمنېدو سره سم هند حکومت په افغانستان کې خپل سفارت بند کړ؛ خو تازه هندي ورځپاڼې وايي، چې هند حکومت يو ځل بيا غواړي په افغانستان کې خپل سفارت پرانېزي.

هندي سرچينې زياتوي، چې هند حکومت وايي، طالب ساتونکو د دوی له سفارت څخه ښه ساتنه کړې او کوم زيان يې نه دی وراړولی.

د طالبانو له واکمنېدو سره په افغانستان کې ګڼې سفارت خونې تړل شوي، د سياسي چارو شنونکو په وينا له نړۍ سره د افغانستان ډيپلوماتيکو اړيکو ته ستر زيان رسېدلی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button