هند د اوږدمهاله اړيکو په هڅه کې دی

د اسین نیوز انټرنیشنل په نوم يوې هندي ورځپاڼې په يو خپاره شوي مطلب کې ويلي، هندي چارواکي په دې هڅه کې دي چې له افغانستان سره اوږدمهاله اړیکې ولري.

د سرچینې په حواله له همدې کبله هند لېواله دی چې په افغانستان کې ديپلوماتيک ماموریت ولري او دغه راز له دې هېواد سره په مهمو برخو کې بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي.

دغه ورځپاڼه وايي چې پاکستان ډېر وخت له هند څخه افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د لېږد اجازه نه ورکوي چې له همدې کبله لا هم د هند لسګونه ټنه غنمو ته دغه هېواد ته د لېږد اجازه نه ده ورکړل شوې.

ورځپاڼه زياتوي چې هند هڅه کوي په دې سختو شرایطو کې د افغانو تر څنګ پاتې شي او له دوی سره د لوږې په له منځه وړلو کې پوره همکاري وکړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button