هندۍ پیغلې د ښکلا ملکې تاج وګاټه

هندۍ پيغله چې هرناز سندوني نومېږي د ۲۰۲۱ کال د ښکلا نړیواله ملکه شوه.

سندوني هندۍ ماډله ده، چې سږکال د نړۍ د ښایسته پیغلو په مراسمو کې د ښکلا ملکې تاج د تېر کال مکزیکي ملکې له خوا ور پر سر شو او د نړۍ د ښکلا ملکه ونومول شوه.

سندوني د نړۍ ۸۰ هېوادونو پېغلو په منځ کې دا وياړ وګاټه. د ښکلا ملکې په نوم دا مراسم چې هر کال د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې ترسره کېږې، سږکال د اسرائیلو په ایلات ښار کې جوړ شوي و.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button