هلمند کې خلک په شخصي لګښت یو لوی کانال پاکوي

‏‏د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د دې ولسوالۍ ولسونو پخپل شخصي لګښت د عمومي بغرا په نوم د یؤ کانال د پاک ‌کارۍ چارې پیل کړې.

د ناوې ولسوالۍ د ځايي اوسېدونکو په وینا، له دغه کانال څخه د تېرو لسو کلونو راهیسې ګټه نه وه اخیستل شوې، چې له امله يې اوبه ضایع کېدې او د خلکو ځمکو ترې زېم اخیسته.

د یادې ولسوالۍ اوسیدونکي زیاتوي چې د دې کانال د پاک کارۍ چارې به څو ورځې دوام وکړي او په دې سره د ځایي خلکو د ځمکو د زیم ستونزه حل شي.

دوئ د افغانستان له ټولو ولسونو غوښتي چې یوازې د حکومت په تمه دې نه کښېني او د کلیو، ولسوالیو په دا ډول کارونو کې دې پخپله مرسته او کار وکړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button