نیمروز کې د طالبانو او ایراني پوله ساتونکو ترمنځ نښته شوې
د نیمروز د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، د هېواد په سرحدي ولايت نیمروز کې د طالبانو او د ایران د پوله ساتونکو ځواکونو ترمنځ یو ساعت وسله واله نښته رامنځته شوې ده.
راپورونه وایي چې نښته هغه مهال رامنځته شوه چې افغان کرونده ګرو د کنګ ولسوالۍ په سیخسر سیمه کې پر یو کانال کار پیل کړ، خو ایراني ځواکونه د افغانستان خاورې ته واوښتل او غوښتل یې چې د دې کانال د کار مخه ونیسي.
ځینو نورو سرچینو، بیا افغان اسلامي اژانس ته ویلي، په دې نښته کې د ایران څلور پوله ساتونکي وژل شوي خو طالبانو ته د مرګ ژوبلې په اړه کره جزیات نه دي ورکړل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم په یاده پوله د طالبانو او ایراني پوله ساتونکو ترمنځ دا ډول نښته را منځته شوې وه.