نړۍ وال بانک شاوخوا يو ميليارډ ډالر مرسته کوي

نړۍ وال بانک وايي افغانستان سره د بشري مرستو‌ په پار شاوخوا یو میلیارد ډالره مرسته کوي.

نړۍ وال بانک نن په يوې خپره شوې اعلامیه ویلي، چې افغانستان سره يې شاوخوا يو ميليارډ ډالر مرسته کړې.

همدارنګه ياد بانک زياتوي چې دا پیسې طالب حکومت ته نه ورکوي، بلکې د ملګرو ملتونو د ادارو او نړۍ والو بنسټونو له لارې به يې په افغانستان کې ولګوي.

د معلوماتو پر اساس دا پیسې د افغانستان د بیارغونې صندوق څخه ځانګړې شوې دي.

همدارنګه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دا پیسې يې بې وزله افغانانو ته د ملاتړ، ټولنیزو خدماتو وړاندې کولو او د بشري ناورين د کمېدو په موخه استولي دي.

نړۍ وال بانک داسې مهال د ددې مرستې اعلان کوي، چې د تېر ۲۰۲۱ کال د اګست له پنځلسمې وروسته يې په افغانستان خپلې مرستې بندې کړې وې.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button